ایکنانیوز – د ایران د اسلامی جمهوریت د خدای بخښلي ولسمشر شهید ابراهیم ریسي اوخارجه و زیر شهید حسین امیر عبداللهیان او ورسره دنورو ملګرو په ویر او غم کې د قرآني تلاؤتونو لړۍ پیل شوې چې په مختلفو سیمو او پروګرامونو کې د ایران نړیوال قاریان پکې برخه اخلي .
ایکنانیوز ر اپور راکوي، د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر ابراهیم ریسي او دهغه د نورو ملګرو په شهادت پسې انټرنیشنل قرآن نیوز خبری آژانس د قرآنی تلاؤتونو کمپین او حرکت پیل کړی چې ددې په دوام کې تکړه قاری او استاد محمد کاظمي هم ددغه کاروان یو فعال غړی دی اود خدمت د شهیدانو په درنښت کې ئې په زړه پورې تلاؤت کړی چې ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کوو.
د شهید جمهور په قرآني کمپاین کې د ایران قرآنی شخصیّتونه ،حافظان ،قاریان او له دغې لړئ سره مینه وال په دغه کمپاین کې برخه اخلي .
د ایکنانیوز له خوا د فچر مبارکې سورې ۲۳ آأیت مِنَ الْمُؤْمِنِینَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَیْهِ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ یَنْتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِیلًا» کمپاین وړاندې کړی او تلاؤت ئې دوام لري او ثواب ئې د دغې پيښې شهیدانو ته ډالۍ کوي.
مینه وال د خپل تلاؤت فیلم د افقي فایل په بڼه iqnanews_admin@ ایډریس له لارې د ټلګرام، ایتا، بله او روبیکا ټولنیزو چینلونو ته راولیږئ. اجر کم الله